د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د عصبي جراحي برخه د پټۍ په پرې کولو سره پرانیسته.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۴:۱۹
dfd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ختیځ زون ته د سفر پر دوام د ننګرهار پوهنتون په تدریسي روغتون کې د عصبي جراحي څانګې پرانیسته وکړه او د دغې مراسمو ترسراوي پر مهال یې د یاد روغتون له مسؤلینو مننه وکړه، چې خپلو اړوندو مسؤلیتونو ته ځیر دي او د روغتون په پرمختګ کې مثبت ګامونه اخلي.
نوموړي همدارنګه وویل ((افغانان په هره برخه کې وړتیاوې لري او دا چې وړتیاوو سره سره بیا هم وروسته پاتې دي، لامل یې د وخت د حکومتونو بې غوري وه، ا.ا.ا د نورو برخو ترڅنګ لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې فکر کې دي، چې څه ډول یې معیار برابر کړي او په کور دننه د هېواد اړتیاوې پوره کړي)).
سرپرست وزیر د یاد روغتون مسؤلینو ته په یو لړ مواردو کې لازمې لارښوونې وکړې او همداراز یې له د روغتون له ډاکټرانو غوښتنه وکړه، چې پر دوی د اولس کړی باور وساتي.
د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو او منسوبینو په نماینده ګۍ د یاد روغتون سرطبیب پوهنوال ډاکټر همایون چهاردیوال د سرپرست وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړه، د رغتون د تېر یو کال لاسته راوړنو او ترسره شویو چارو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په ځینو مواردو کې یې له سرپرست څخه اړینې غوښتنې وکړې، چې سرپرست وزیر له لورې د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS