د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۲:۱۷
fgdfggfgdf


په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې  کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته مو سفرونه وکړل او د افغانستان نورو ولایتونو ته هم د سفرونو پلان لرو. نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی او دا امن د افغانانو د زړه هیله وه.» 
دغه راز د جاپان سفیر د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې سره وویل چې موږ به نړۍ له افغانستان سره تعامل ته وهڅوو او زیاته یې کړه: «جاپان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په داخلي چارو کې مداخله نه کوي، دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته یې درناوی لري.» 
همدارنګه د جاپان سفیر په خپلو خبرو کې وویل چې په بېلا بېلو ولایتونو کې مو د واکسین، مخدره توکو پر ضد مبارزې او طبيعي پېښو زیانمنو سره مرستې کړي او له افغانستان سره نورو مرستو ته ژمن یو.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په افغانستان کې د جاپان له مرستو مننه وکړه. نوموړي د دوحې درېیمه ناسته مهمه وبلله او ویې ویل چې افغانستان له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او دغه تعامل هغه وخت ممکن دی چې د اسلامي امارت استازي په سترو نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې ګډون وکړي او نړۍ ته د افغانستان واقعي تصویر وړاندې کړي. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مختلفو ولایتونو ته د جاپان د سفیر سفرونه وستایل او ورته ویې ویل چې تاسو د سفرونو پر مهال کولی شئ د افغانستان له پوهنتونونو هم لیدنه وکړئ او په پوهنتونونو کې مثبت بدلون له نیږدې وګورئ.  

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS