د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار پوهنتون له رییس سره وکتل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۷
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ننګرهار پوهنتون رییس سره په لیدنه کې د ننګرهار پوهنتون د پروګرامونو پلي کېدلو څرنګوالی یې واورېد.

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د کرونا ویروس په خپرېدو او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې قرنطین، د پراختیايي پروګرامونو یوه برخه کې ځنډ راوست او د کرونا واکسین تطبیق او حضوري درسونو له پیل وروسته به ننګرهار پوهنتون کې به پراختیايي پروژې په ځانګړي ډول زیربنايي پروژې هم پلي شي.

وروسته پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یاد پوهنتون پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل او وویل چې د لیلیې ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی او د لوړو زه کړو وزارت په همکارۍ د ننګرهار پوهنتون نورو پروژو په چټکتیا کې هم هڅې کېږي.

د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار پوهنتون د زېربنايي پروژو د کار چټکتیا لپاره اړوندو ادارو ته هدایت وکړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS