د لوړو زده کړو په وزارت کې د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې بورسونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۷:۴۹
h

د لوړو زده کړو په وزارت کې د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې بورسونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسيب د ازموينې د روڼتيا د ډاډ ورکولو په ترڅ کې وويل، وزارت په هېواد او بهر کې د ځوانانو لپاره د ښه تحصیلي چاپېريال د برابرولو لپاره کار کوي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د قران او حدیثو په رڼا کې د علم اهمیت ته په اشارې سره له ګډونوالو وغوښتل، چې د تحصیلي فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې د خپلې علمي سطې د لوړوالي په برخه کې جدي هڅې وکړي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي تحصيلي مؤسسو د محصلينو د چارو رئیس سيد اسماعيل روحاني په خپلو خبرو کې وویل: " که څه هم په هېواد کې د لېسانس مختلف پروګرامونه شتون لري، اما اړینه ده چې د نورو هېوادونو بورسونه د افغان محصلینو لپاره ځانکړي شي."

په یاده ازموینه کې ۱۰۹ تنو داوطلبانو ګډون کړی وو، چې د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې د ۱۴ بېلابېلو څانګو تحصیلي بوروسونو د ترلاسه کولو لپاره یې سیالي ترسره کړه.

د نننۍ ازموینې له بهیر څخه د لوړو زده کړو وزارت او قزاقستان هېواد یوه ګډ پلاوي څارنه وکړه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS