په مالیې وزارت کې د ګمارنې په موخه د مرکز د غوره پوهنتونونو له ۳۲۰ ممتازو فارغانو څخه ازموینه د لوړو زده کړو علمي معین په شتون کې واخیستل شوه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۰:۰
طظظظظظظررس

په مالیې وزارت کي د مسلکي کدرونو د جذب، کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې تلپاتي مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه د مرکز کابل د غوره پوهنتونونو د (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) هجري لمریز کلونو له (۳۲۰) تنو ممتازو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کي وویل، چې هیواد ستاسو په څېر ممتازو او استعداد لرونکو ځوانانو ته اړتیا لري؛ تر څو د خپلې پوهې او وړتیا په مټ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چي د مالیې وزارت په غوښتنه یې د مرکز ممتاز فارغین په دغه وزارت کي د ګمارني په موخه معرفي کړي، چي د ازموینې له شفافي پروسې وروسته به بریالي کسان د دغه وزارت په خالي بستونو کي په دندو وګمارل شي.
دوکتور خیرخواه زیاته کړه، چي دغه پروسه د هر ډول قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته په پوره روڼتیا سره د وړتیا اصل ته په کتو ترسره کېږي او په مالیې وزارت کي د ګمارنې یواځنۍ معیار يې د معتبرو پوهنتونونو د ممتازو محصلینو لپاره په دغه ازموینه کي بریالیتوب دی.

د ازمویني ګډونوالو هم د ازمویني د رڼې پروسې له امله خوښي څرګنده کړه او د مالیې وزرات او لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ او مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چي فارغانو ته يې د دندو فرصتونه برابر کړي دي.
۱۵/۱/۱۴۴۵ هـ ق ۱۱/۵/۱۴۰۲ هـ ش ۲/۸/۲۰۲۳ م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS