یو ایران مېشتی افغان زدکړیال د لوړو زده کړو وزیر لخوا وستایل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۵:۵۵
g

یو ایران مېشتی افغان محصل چې د ۱۲ پوهنتونونو تر منځ علمي المپیاد کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی نن د لوړو زده کړو وزیر له خوا وستایل شو.

دا محصل محمد مسیح نومېږي او په دغه المپیاد کې د ۱۶۷۷ ګډونوالو محصلانو تر منځ د ریاضي څانګې اتل شو.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر له یاد ځوان سره انلاین خبرې وکړې او د بریا مبارکي یې ده او کورنۍ ته ورکړه او هغه یې د افغانستان ټولنې لپاره ویاړ وګڼه.

لوړو زده کړو وزیر وویل چې دا بریا د ټولو بهر مېشتو افغانانو لپاره یو چارښود (الګو) کېدای شي او دا پیغام وړاندې کولای شي چې افغان ځوانان په ارادې او هڅې کولای شي د کډوالۍ ټولو ستونزو سربېره داسې بریا هم لاسته راوړي.

دکتور عباس بصیر د ایران اسلامي جمهوريت له چارواکو څخه هم مننه وکړه چې محمد مسیح او سلګونو نورو افغان ځوانانو ته یې د تحصیل لار هواره کړې ده.

نوموړي وویل چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د لوړو زده کړو په برخه کې د نوښتګرو استعدادونو لپاره یو ملاتړیز میکانیزم رامنځته کړي او ورته ځوانان به تر همدې چتر لاندې راولي.

همدا راز یاد ځوان محمد مسیح او د کورنۍ یوه غړي یې د لوړو زده کړو وزیر له پاملرنې او ستاینې څخه مننه وکړه او دغه ګام یې د لا زیات پرمختګ او بریالیتوبونو لپاره د انګېزې پیاوړتیا او ویاړ لامل وګڼه.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا جوړ شوی مننلیک د ياد ځوان کورنۍ یوه غړي ته وسپارل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS