All News

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۴:۲۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون برحاله ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول. 


په همدې مناسبت په کابل طبي علومو پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د طبابت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «د طب علم په ټولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو.


د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د ۲۵۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز، کار بیا پیل شو او ټاکل شوې چې په ۱۴۰۳ کال کې بشپړ شي.
د کابل طبي علومو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمه کاره پروژو کار پیل شو. 


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي د هېواد جنوب لوېدیځ زون ته په خپل رسمي سفر کې د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو د نیمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۶:۴۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زابل ولايت کې د خپلو ليدنو پر دوام د دغه ولايت له جهادي مدرسې څخه ليدنه وکړه او د يادې مدرسې زده کوونکي يې وهڅول چې د علم او پوهې زده کړې ته زياته پاملرنه وکړي.


په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو د مقام په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې طلباء کرام لا نور. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۴:۱۹
Background image

د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د زابل لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې او تدریسي ودانیو جوړولو کار د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ودانیو د کار د پیل ترڅنګ د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۱۱
Background image

د کمپیوټر ساینس ماسټري او د ښوونې او رزونې لېسانس څانګو د کمپیوټر زده کړې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تحصیلی نصاب کې د استادانو او متخصصینو د کار پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «په نصاب کې د هرې کلیمې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۸:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو او تدریسي روغتونونو ۷۸ تنو کارمندانو ته له روزنیز ورکشاپه د فراغت سندونه وویشل شول.

دغه کارمندان له ۶ روزنیزو پروګرامونو(مدیریت او رهبرۍ، اداري مکتوبونو، د اسنادو مدیریت، د دفتردارۍ مهارتونو، په کاري چارو کې د انټرنیټ کارولو او مایکروسافټ ورډ) څخه فارغ شوي دي.
یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دې موسسې ستونزې به حل او محصلینو ته به یې ښه تحصیلي چاپیریال برابر کړي.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې موسسې د مسوولینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد لوېدیځ زون ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه لویه ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه علمي بنسټ ستونزې یې له نږدې واورېدې.
نوموړي په. . .

Pagination

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements