د کابل پوهنتون (۲۳۰۰) محصلینو فراغتغونډه د ریاست الوزراء مرستیالانو او د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ په ګډون سره ترسره شوه 

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۶:۳۷
Jsjwiskfokvjdnfn

 

د فراغتغونډې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته شاوخواه ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په امارتي ادارو کې ګمارل شوي او ویې ویل چې موږ همېشه په دې هڅه کې یوو چې له پوهنتونونو څخه فارغانو لپاره د کار زمینه برابره کړو. 

 

دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې له خپلو دیني او ملي ارزښتونو او عنعناتو سره سم د زده کړو شرایط برابر کړي او دا یې مسؤلیت دی چې د خپلو مسلکي کادرونو لپاره د کار زمینه برابره کړي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې هېڅ بهرنی هېواد، سازمان او ډله زموږ هېواد نه شي ابادولی او له فارغو شویو محصلینو یې وغوښتل چې د خپل علم او مسلک په وسیله خپل هېواد ودان کړي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم فارغو محصلینو، د هغوی کورنیو او استادانو ته د مبارکۍ تر څنګ ټولنې ته د مسلکي کسانو په وړاندې کولو خوښي وښوده. او فارغو محصلینو ته په خطاب کې یې وویل: «نظام ستاسو خادم دی، تاسو به د هېواد سرحدات، صحت انرژي انجنيري اوداسی نورو برخو کي کار کوي ادارات به ساتئ او پر مخ به یې وړئ.»

 

نوموړي وویل چې زموږ ټولنه هم د دیني او هم د عصري علومو فارغانو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه: «ډېر خوشحاله یم چې په هېواد کې مدرسه او پوهنتون څنګ په څنګ په موازي ډول پر مخ روان دي.»

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په نعمتونو کې تر ټولو غوره نعمت علم دی او له محصلینو یې وغوښتل چې ځان علم او کمال ته ورسوي او د خپل کمال په واسطه د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي. 

 

همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم او پیرزوینې له مخې د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د هېواد د بچیانو د تدریس چارې پر مخ وړي او مسافر دي، اوس د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظوره شوه.

 

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون له اول تر درېیم نمره او د ۲۲ پوهنځيو اولنمره ګانو ته ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ او نورو فارغانو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې. 

 

 نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاخر۲۳مه

۱۴۰۳هـ.ش، د جدې ۵مه

۲۰۲۴ م، د ډسمبر ۲۵مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS