د ساینس پوهنځی (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا اول دور کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۰
A

۱۴۰۰کال، د کب ۱۲مه
د ساینس پوهنځی (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا  اول دور کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد. 
په دغه کلسټر کې له اجنډا سره سم، د کلسټر غړو د یادو څانګو تحصیلي موخې، لیدلوری، د تدریس شیوه، د محصلانو ارزونه، په دریو ژبو پښتو، دري او انګلیسي د سمستر وار درسي پلان جوړول او نورو اړوندو موضوعاتو د ۵ورځو په جریان کې هر اړخیز بحثونه وکړل. 
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه دې ته په اشارې سره چې علم جاریه صدقه ده، زیاته کړه چې موږ باید د علم د پراختیا لپاره هڅه وکړو، ځکه له علم پرته د انسانیت د فضیلت ساتل ناممکن دي. نوموړي د تحصیلي نصاب له رئیس، د تحصیلي نصاب د کمیسیون له غړو او د اړوندو ادارو له مسؤلانو د مننې تر څنګ، د نصاب په بیاکتنه او پراختیا کې پر زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې نصاب د هېواد په کچه یوه مهمه او بنسټيزه مسأله ده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS