د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو معینیتونو د شوراګانو ګډه ناسته تر سره شوه

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۳:۱۵
د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو معینیتونو د شوراګانو ګډه ناسته تر سره شوه

۱۴۰۰کال، د کب ۱۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو معینیتونو د شوراګانو ګډه ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو سرپرست معین او د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو او د مرکزي ادارو یو شمېر ریسانو ګډون کړی و.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د تېرې شورا پرېکړو ته د بیا کتنې تر څنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ګډو همکاریو، په ټاکلې موده کې د ماسټرۍ پروګرامونو د محصلانو له لوري د تېزس نه دفاع کولو، د هرات پوهنتون د اندیشه فصلنامې د چاپ پر مالي لګښت او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د شورا غړو پرېکړه وکړه، چې ټول دولتي تحصیلي بنسټونه باید د راتلونکو ۶ میاشتو په جریان کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې پروسې لپاره تیاری ونیسي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS