د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم ریاست لاسته راوړنې

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۱:۱۸
sdgdfjdfh

20/12/1443
28/4/1401

د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم ریاست د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، پالېسیو، مقرراتو او لوایحو په تطبیق کولو سره، د بهرنیو اړېکو، فرهنګي چارو، د بورسونو د تنظیم او مدیریت برخو کې له داخلي او بهرنیو تحصیلي بنسټونو سره په ګډه چارې ترسره کوي.

په هېواد کې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته شاوخوا اته هېوادونو او بېلابېلو تحصیلي بنسټونو افغان محصلینو ته د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په سطحه(۵۲۲) سکالرشیپونه ورکړي، چې په دې برخو کې یاد ریاست له محصلینو سره خپله همکاري کړې او لا هم دوام لري.

دغه راز (۲۷۱) تنه د پوهنتونونو استادان، کارکوونکي او محصلان، چې (۲۳) تنه یې د لېسانس، (۱۱۸) تنه یې د ماسټرۍ او (۱۳۰) تنه د دوکتورا په برخو کې، د زده کړو په موخه د سیمې او نړۍ پوهنتونونو ته استول شوي دی.

همدارنګه د دولت په لګښت (۱۹۸) تنه محصلان د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د زده کړو لپاره د مالیزیا، ازبیکستان او ایران هېوادونو ته استول شوي او اوس مهال په زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم ریاست د بورسونو د تنظیم او ورته نورو برخو کې فعال ریاست دی، چې تل یې د افغان محصلینو او ورته نورو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS