د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب شمال زون ته د کاري سفر په بهیر کې د بغلان پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره ناسته وکړه.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۶:۵۸
trrfsdfsd

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو او د بغلان والي هم حضور درلود، د بغلان پوهنتون له استادانو وغوښتل چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د محصلینو د رزونې تر څنګ، د هېواد د ځان بساینې لپاره هڅې وکړي. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د استادانو مسؤلیتونو ته په اشارې سره وویل، چې استادان د هېواد لپاره علمي او تخصصي کادرونه روزي او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ا.ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د دوی د مالي امتیازاتو د زیاتوالي په هڅه کې دی. 

همدارنګه د بغلان پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلینو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ څخه مننه وکړه او د دغه پوهنتون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.  

نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۴/۲۷هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۲م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS