د لوړو زده کړو وزیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې ۹۲ فاضلانو په فراغتغونډه کې د ا.ا.ا مشرانو مسؤلینو، شیوخو کرامو او د فاضلانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې وویل چې د دین، هېواد او حریت ساتل د همدغو علماء کرامو، مدرسو او جهاد له برکته دی. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د عصري زده کړو او د هېواد د ابادۍ ترڅنګ، دیني زده کړو ته هم پاملرنه کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم فارغو فاضلانو ته په خطاب کې وویل چې الله تعالی تاسو ته پر ستر مقام سربېره، د حق وینا، د ظلم او خیانت پر وړاندې درېدلو او د اسلامي نظام د ملاتړ مسؤلیتونه در په غاړه کړي دي.
هغه له یادو فاضلانو وغوښتل چې د خپلو زده کړو سلسله جاري وساتي، خلکو ته علم او دین ورسوي، خپل مسؤلیت، چې د انبیاء علیه السلام میراث او د ځمکې خلافت دی، په سم ډول اداکړي، په منصب او چوکیو پسې ونه ګرځي.
همدا راز د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د کفارو د منفي تبلیغاتو او پروپاګند پر وړاندې مبارزه او ځواب ویل یوازې د نظام دنده نه، بلکې د هر عالم او مسلمان مسؤلیت دی چې د هغوی کینهکښ اهداف په ډاګه او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مراسمو په پای کې د مشرانو مسؤلینو او شیوخو کرامو له لوري فارغو فاضلانو ته د فضیلت دستارونه وتړل شول.
