PastShow all

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۵:۰
Background image

د بلخ ولایت د پوهنتونونو استادانو لپاره درې ورځنی دیني - علمي سمینار د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په حضور کې پیل شو.

د دغه سمینار په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د یاد سمینار د موخو او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او استادان یې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته متوجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۴:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصصاتو څخه ۳۷ تنه فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د فاضلانو په فراغتغونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو، د هېواد جیدو علماء کرامو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۴:۱۸
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دیني ـ علمي سمینار د علمي موضوعاتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د یاد سمینار په درېیمه ورځ هم د علماء کرامو له لوري د مسلمانانو د امیر حقوق او وجایب، د جهاد حقیقت او اهمیت او د اسلامي امارت پالیسي موضوعات وړاندې شول او د استادانو او علماء کرامو تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمېسیون نوبتي ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اجنډا له مخې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس برنامو د ښه والي او معیاري کولو په اړه عمومي وړاندیزونه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ناستې په پیل کې د کمېټې غړو خپلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د بغلان پوهنتون رهبري پلاوي د یاد پوهنتون کار لاندې رغنیزو پروژو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

 

په دغه څارنه کې د بغلان پوهنتون رئيس پوهنیار ګل الرحمن رحمانی، د دې پوهنتون دروازې ته مخامخ د پُل، اداري تعمير د ترمیم او احاطې دیوال جوړیدو چارې له نږدې ولیدې او د ترسره شوي کار د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۵:۳۲
Background image

د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ «د لوړو زده کړو پیاوړتیا» تر عنوان لاندې درې ورځنی ملي کنفرانس، نن د کابل پوهنتون په نوي اېډېټوریم کې پیل شو. 

 

په یاد کنفرانس کې چې د ا.ا.ا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د هېواد د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو او علومو اکاډمي غړو ګډون پکې درلود، د لوړو زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۳:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست څلور کسیز پلاوي، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې یاد پلاوي د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کتابتون، د څېړنې او علمي مجلې آمریت او څېړنیزو لابراتوارونو څخه د ارزونې ترڅنګ، د نوموړي  موسسې مسؤلینو سره هم وکتل او د هغوی. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۶:۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون نوبتي ناسته د دغه وزارت د تضمین کیفیت او عتبار ورکونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه

 

په دغه کمیسیون کې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو اتحادیه غړیتوب لري، چې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل او کارونو د غوره والي په. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۳:۲۰
Background image

په کابل پوهنتون کې د مرکزي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دری ورځنی دیني ـ علمي سمینار د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره پیل شو. 

 

په یاد سمینار کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یاد سمینار له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، په ټولنه کې د استادانو د ارزښت او د ځوانانو په روزنه کې یې پر رول خبرې. . .

Pagination

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements